چهارشنبه, ۰۶ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مرکزي اسیا مسلمانان د بنسټیز بدلون لپاره باید څه وکړي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د مرکزي اسیا مسلمانان د بنسټیز بدلون لپاره باید څه وکړي؟

خبر:

د جولای پر څلورمه «فرغانه» خبري اژانس د لویې څارنوالۍ او امنیتي ادارو په نقل سره داسې خبر ورکړ: «د جولای له لومړۍ بیا تر دویمې نېټې خلکو په اساسي قانون کې د هغو اصلاحاتو پر وړاندې لاریون وکړ چې حکومت هغوی له حقوقي حالت بې برخې کوي. «د خلکو په خدمت کې» د ورځپانې ایډیتور « داولتمورات تاژیموراتوف» د ټیلګرام له لارې د ویډیو په خپرولو سره د پارلمان مخ ته «د کاراکالپاکستان د جمهور ازادۍ» لپاره د راټولېدو غږ کړی.

«تاژیموراتوف» په «نیکوس» سیمه کې د پولیسو له خوا ځکه ونیول شو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې پر خلکو د غیر قانوني راټولېدنې غږ کړی و. د دغه کس په نیول کېدو سره د هغه یو شمېر پلویان ښار ته راووتل او له اړوندو ادارو څخه یې د خوشي کېدو غوښتنه وکړه. د پخواني مرکزي مارکېټ مخ ته یې لاریون وکړ. که څه هم «تاژیموراتوف» وروسته له بنده ازاد شو، خو لاریونونه او شخړې ونه درول شوې. دوی هم له هغه سره په دې مسله کې ځان شریک کړ.

تبصره:

۲۰۲۲ م کال د مرکزي اسیا د مسلمانانو لپاره له ستونزو ډک کال دی. په قزاقستان، تاجکستان او د ازبکستان په «کراکالپاکستان» کې نا ارامۍ رامنځته شوې. هر کله چې خلک له ظالمې واکمنۍ او حکومت سره مخالفت کوي او غواړي چې د دوی له غمیزو ډک شتون بدل کړي، واکمنان بیا بهرنیان د دغو لاریونونو او مخالفتونو په رامنځته کېدو تورنوي، همدارنګه بیړنی حالت اعلانوي او خپل خلک وژني.

په جنوري کې په قزاقستان کې خلکو د واکمنانو له پالیسۍ سره مخالفت وښود او د لاریون لپاره راووتل. د قزاقستان ولسمشر «قسم جمارات توکایف» پر خلکو ټینګار وکړ چې د راپورته شویو کسانو په لاره ولاړ نه شي: «موږ اړ وو چې له وسله والو، غلو او سیمه‌ییزو او بهرنیانو سره همداسې چلند وکړو، چې دا ځل هم ترهګر او غله وو.»

د ولسمشر په وینا، یوازې پر پلازمېنه «الماتي» د ۲۰زره راډیکالانو له خوا برید وشو. ده زیاته کړه چې ازادو رسنیو او بهرنیانو هم پکې خوځونده رول درلود. پولیسو بیاهم دغه لاریونونه وځپل.

د مې میاشتې په نیمایي کې د تاجکستان د غرنۍ سیمې مسلمانانو د ظالمې واکمنۍ پر وړاندې د لاریون تر سره کېدو او راپورته کېدو وخت نه درلودل، ځکه چې دوی په یاده سیمه کې کلابند شول او د پولیسو له خوا وویشتل شول.

هغه وخت د تاجکستان د حکومت په بیانیه کې وویل شول: «د ګارانو ـ بدخشان په غرنۍ سیمه کې د نړیوالو او ترهګریزو ډلو تر قوماندې لاندې د جنایت کوونکو ډلو مخه ونیول شوه. هغوی هوډ درلود چې امنیتي حالت ګډوډ کړي، د قانون د پلي کېدو مخه ونیسي، خلک وګواښي او د تاجکستان د ترهګرۍ خلاف د ځانګړو ځواکونو پر کاروان یې برید وکړ.» لاریونونه همدارنګه د پولیسو او پوځ له خوا په وحشیانه ډول وځپل شول.

د جولای په پیل کې د ازبکستان په «کراکالپاکستان» کې هم رسنیو د پیل شویو لاریونونو  خبر ورکړ. د خلکو د زغم پایته رسېدو او لاریون لامل د ظالمې واکمنۍ له خوا په اساسي قانون کې د نویو اصلاحاتو په اړه و، چې په جمهوریت پورې اړه لري. پوښتنه داسې شوې وه چې د ازبکستان په اوسني قانون کې خلک د رایې په ورکول بېلېدای او واکمنېدایشي، خو په نویو اصلاحاتو کې هغوی غواړي چې دغه امکان له منځه یوسي.

هغوی سرتېرو ته امر وکړ چې د لاریون لپاره راټول شوي ناراضي خلک تیت کړي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل: «دا پېښې په یوه او لسو ورځې کې نه دي شوې. دا هغه اقدامات دي چې له کلونو راهیسې د بهرنیانو له خوا کېږي.» دا لاریونونه هم په وحشیانه ډول د پوځ له خوا وځپل شول.

موږ وینو چې له چارواکو او ظالمې واکمنۍ څخه د خلکو د هر ډول نارضایتۍ پړه پر بهرنیو دښمنانو اچول کېږي او داسې نه وایي چې خلک په واک کې د شته واکمنۍ له جرمونو ستړي شوي. خلک د اوسنیو واکمنانو د استعفا او د ژوند بدلېدو غوښتنه کوي. هغوی د خپل ژوند په بیه قربانۍ ورکوي، خو بیا هم هېڅ نه بدلېږي. جنایت کوونکي واکمنان بیا هم په واک کې پاتې کېږي، ناوړه واقعیت نه بدلېږي او ژوند نور هم سختېږي.

هو، خلک د ظالمې واکمنۍ له جرمونو ستړي شوي او د بدلون غوښتنه کوي. خو یوازې د بدلون غوښتنه بسنه نه کوي. لومړی، تاسو باید داسې تصمیم ونیسئ چې پر اساس یې بنسټیز بدلون رامنځته شي. که بدلون د یو کس له لوري د اساسي قانون پر اساس وي، نن قضیه څه ډول ده او د ازبکستان جمهور رییس وایي: «یوازې خلک اساسي قانون لیکلی او جوړولی شي او هغوی یې سرچینې دي.»

دغه اصل له ژوند څخه د دین بېلېدل دي، ځکه چې اوس د ټولو مخلوقاتو خالق الله سبحانه وتعالی د ژوند له صحنې څخه لېرې شوی او هر کس ځانته قوانین جوړلی شي. دا د بشر اصلي ستونزه ده. یو کس پخواني قوانین لغوه کوي او نوي پکې ځای پر ځای کوي.

د زابکستان د اساسي قانون د اصلاحاتو د ټولپوښتنې پایلې ښيي چې د اساسي قانون په ۶۴مادو کې تر ۲۰۰ د ډېرو بدلونونو تمه کېږي او همدارنګه باید نوي موارد هم پکې رامنځته شي. انسان په خپل محدود ذهن غواړي چې د ځان لپاره سیسټم جوړ کړي او هر ځل له ناوړه حالت سره مخ کېږي. دا د ظالمانو او د هغوی د ملاتړو له خوا کارول کېږي او د ځان په ګټه قوانین بدلوي.

اې د مرکزي اسیا مسلمانانو! موږ مسلمانان یو او اسلام زموږ دین دی. الله سبحانه وتعالی انسان جوړ کړی او یوازې الله سبحانه وتعالی موږ ته قانون جوړونکی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ) [یوسف: ۴۰]

ژباړه: یوازې الله سبحانه وتعالی حکم کوي.

الله سبحانه وتعالی همدارنګه فرمایي:

(وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللّهُ إِلَيْكَ) [المایده: ۴۹]

ژباړه: د هغوی په منځ کې پر هغه څه حکم وکړه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي او د هغوی د غوښتنو پیروي مه کوه. له دوی څخه لېرې ووسه، داسې نه شي چې تا له هغو احکامو منحرف کړي چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي دي.

د قران کریم ډېری نور ایاتونه پر دې دلالت کوي چې یوازې الله سبحانه وتعالی قانون جوړونکی دی او د اساسي قانون سرچینې یوازې قران او سنت دي.

مسلمانانو! الله سبحانه وتعالی تر دې وړاندې موږ ته خپل رحمت اسلام رالېږلی. اسلام په ټولنه کې د ژوند او دولت لپاره سیسټم دی. موږ به هغه وخت بریالي وو چې د اسلام پر اساس بدلون وکړو.

حزب التحریر د قران او سنتو پر اساس اساسي قانون او د اسلامي خلافت دولت لپاره برنامه جوړه کړې ده. بیړه وکړئ، له حزب التحریر سره د دویم ځل اسلامي ژوند پیلېدو او د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د تاسیس لپاره یوځای شئ! الله سبحانه وتعالی دې له موږ سره مرسته وکړي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: الدار «خمزین»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې